Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

طالبان: شېر محمدعباس ستانکزی په ایران کې دی

0
طالبان وايي چې د شېر محمدعباس ستانکزي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه په هغه هېواد کې دی. 


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم په یوه بیان کې چې نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) سهار خپور شو ایران ته د دې پلاوي د سفر دقیقه نېټه نه ده ښودلې، خو ویلي یې دي چې پلاوی له ایراني چارواکو سره د اړوندو او دوه اړخیزو موضوعاتو د څېړلو په موخه دې هېواد ته تللی دی. 


په بیان کې راغلي چې د طالبانو پلاوی به نن له ځینو افغاني شخصیتونو سره هم یوه تفاهمې ناسته ولري او له هغو سره به د هېواد د روان وضعیت او د خبرو له لارې د ستونزو د اوارۍ په موخه خبرې وکړي. 


افغان چارواکو د ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *