Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د ننګرهار بټي کوټ کې یو سربند او کانال فعال شو

0
د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د چهاردهي سربند او کانال فعال شو.


د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت ۷.۸۱میلیونه افغانۍ دی چې په جوړېدو سره یې دوه زره او ۷۰۰جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلې او څه باندې ۳۰۰ کورنۍ ور څخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.




ښاغلی رستمي وایي چې د دې سربند او کانال په جوړېدو سره له ۳۰ نه تر ۴۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کېږي او د کانال او سربند دې پوښښ لاندې ځمکو کرنیز حاصلات به هم له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنه پورې زیات شي.


نوموړي وویل ، دغه سربند ۵۰ متره اوږدوالی لري چې له دې سربند سره یوځای ۵۴۷ متره محافظتي دېوال او د ۲۷۱ مترو په اوږدوالی د اوبو لګولو یو کانال هم جوړ شوی دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *