Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

یواېفا په انګلستان باندې د ډنمارک په وړاندې د لوبې په خاطر ځیني تورونه ولګول

0
د اروپا د فوټبال فدراسیون یواېفا په انګلستان باندې د ډنمارک په وړاندې د لوبې په خاطر ځیني تورونه لګولي دي.


یوایفا نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د انګلستان ټيم په درېیو سرغړونو تورن شوی.


لومړی تور دا دی چې د انګلستان مینه‌والو د ډنمارک د ګول ساتونکي کاسپر سمایکل په مخ باندې لیزر اچولی و، دوهم تور د ډنمارک د ملي سرود په وخت د ګډوډۍ او شور جوړېدل او له امله‌یې د دې سرود ناسم خپراوی او درېیم تور د انګلستاني مینه‌والو له‌خوا د اور لوبې ترسراوی دی.


د اروپا د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا درې تورونه اوس څېړل کېږي او له قوانینو سره سم به د انګلستان ټیم ته سزا ورکول کېږي.


انګلستان د اروپا د فوټبال په جام کې بېګا ډنمارک ته دوه پر یو ماته ورکړه.


انګلستان د یکشنبې په ماښام له ايټالیا سره د اروپا د فوټبال پایلوبه کوي، خو معلومه نه‌ده چې د یواېفا تازه پرېکړه به انګلستان ته څه ستونزه مخ کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *