Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د ایران غونډه؛ سیاسي حل ته د رسیدو لپاره دواړه پلاوي سره سلا شوي

0
په ایران کې د افغانستان حکومت، طالبانو او افغان سیاست‌والو ترمنځ د شوې بین الافغاني غونډه کې له سیاسي لارې د افغانستان د شخړې په حل هوکړه شوې.


د دواړو لوریو په ګډه اعلامیه کې راغلي: "ټول لوري باید یوه سیاسي حل ته د رسېدو په برخه کې خپل هڅې متمرکزې کړي."


په اعلامیه کې د افغانستان په ټولو مسایلو په بشپړ تفصیل بحث شوی او همدا ډول هوکړه شوې چې له جګړې تل‌پاتې سولې ته د تلو په میکانېزم او منل شوي اسلامي نظام ته د رسېدو په مواردو به نږدې راتلونکې غونډه وشي او یوې پایلې ته به ورسېږي.




په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې دواړه لوري د خلکو پر کورونو، جوماتونو او روغتونونو هغه بریدونه چې ملکي خلک په کې په نښه او عامه بنسټونه نړوي، غندي او عاملانو ته یې د سزا غوښتنه کوي.


په ورته وخت کې، 


د ولسمشر سلاکار محمد محقق او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن په خپل ټویټر باندې د یوه پرېکړه‌لیک جزئیات خپاره کړي.


له سوله‌ییزې لارې د جګړې په هواري باندې ټینګار، له جګړو د سولې پړاو ته په ننوتو او د نظام په څرنګوالي باندې په راتلونکي کې په بحث باندې سلا، د روغتونونو، ښوونځیو او نورو عامه تأسیساتو د زیانمنولو او ویجاړولو غندل او د دغو پېښو عاملینو ته د سزا ورکولو مسئله هغه مسایل دي چې په پرېکړه‌لیک کې یاد شوي دي.


په پرېکړه‌لیک کې یادونه شوې چې ورته ناستې به دوام پیدا کوي.  


د ایران د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د حکومت او طالب استازو په ګډون د سولې په اړه د یوې ناستې کوربه و.


ایران هم دې ناسته کې د سولې خبرو پر بیا پیل او له سوله‌ییزې لارې د شخړې په حل ټینګار وکړ.




هاخوا متحده ایالات د دې غونډې هرکلی کوي او د ایران له‌خوا د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب پلاویو ترمنځ غونډه رغنده بولي.


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته ویلي، که څه هم امریکا ایران سره د دا ډول ناستو د جوړولو په اړه څه نه دي ويلي، خو تل يې ويلي چې د سیمې هېوادونه باید له مثبتې لارې د افغانستان د سولې بهیر سره مرسته وکړي.




ښاغلي پرایس زیاته کړه: "ایران د افغانستان اسلامي جمهوري او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ غونډه جوړه کړې. دا هغه څه دي چې موږ تل ویلي، د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لري. دوی باید له مثبتې، رغوونکې او داسې لارې چې سوله راولي او یا هم د افغانستان خلکو سره مرسته کوي، ګټه واخلي. موږ پوهېږو چې د یوې تل‌پاتې سولې لپاره سیمه‌ییزه اجماع د افغانستان په رهبرۍ د سولې له بهیر ملاتړ مهم دی."


خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبرداری هم ورکوي چې هېڅ ډله په افغانستان کې د زور له لارې واک ته نه شي رسېدای او د نړیوالې ټولنې او د افغانانو ملاتړ به هم و نه لري.


د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د طالبانو سیاسي دفتر هم مني چې تهران یې پر افغان سوله خبرې کړي.


هاخوا ملګرو ملتونو هڅه پیل کړې چې د افغانستان د سولې په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل شي.




د دې موخې په لاسته راوړلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي او طالب پلاویو سربېره، له قطري چارواکو سره دوحه کې لیدلي.


یوناما په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "مېرمن لاینز دې لیدونو کې هر څه ژر د سولې خبرو مېز ته په ستنېدو، د یوه سیاسي جوړجاړي او د جګړې په پای ټینګار کړی."




مېرمن لاینز داسې مهال د افغانستان د سولې خبرو بیا پیل غواړي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم خپله یوه نوې مرکه کې د جګړې له لارې واک ته د طالبانو په رسېدو اندېښنه ښودلې.




نوموړي ویلي: "موږ به هغه مهال ډېر اندېښمن یو چې دواړه ډلې سره نه کېني او د ستونزې حل نه را باسي. پاکستان په ځلونو ویلي چې راتلونکی حل به سیاسي وي. د جګړې له لارې مساله نه شي حل کېدای، که تاسې سیمې نیسئ او هغوئ یې بېرته در څخه نیسي، وینه به توېيږي."


دا په داسې حال کې ده د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني هم کابل ته په سفر کې د جمهور رییس غني په ګډون له بېلابېلو افغان چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی.




خو له دې ټولو هڅو سره-سره، په قطر کې د سولې به ټپه ولاړه خبرې نه دي پیل شوي او هم ترې د روانې جګړې د سړېدو په اړه کوم ښه خبر اورېدل شوی دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *