Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

کیوبا کې د حکومت ضد د اعتراضونو په لړ کې یو تن مړ شوی

0
په کیوبا کې چارواکو د روانې اوونۍ په پیل کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو پر مهال د یوه کس مړینه تایید کړې ده. 


د کیوبا د کورنیو چارو وزارت پرون سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د دوشنبې په ورځ پلازمېنې هاوانا ته په یوه نژدې ناحیه کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په اخ و ډب کې یو تن وژل شوی دی.


په بیان کې د وژل شوي ۳۶ کلن سړي نوم دیوبیس لاورینسیو تیجیدا ښودل شوی.


په بیان کې همدا راز د نامعلوم شمېر معترضانو د نیولو یادونه هم شوې ده. 


ولسمشر میګویل دیاز کانیل ویلي چې په روانو مظاهرو کې د امریکا لاس دی.


هغه ویلي چې امریکا، د اقتصاد په وسیله د زېندۍ کولو د پالیسۍ له لارې په کیوبا کې ټولنیزه بې امنیتي پاروي. 


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *