Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

اریانا سعید: افغان مېرمنې دې د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅه وکړي

0
په افغانستان کې له یو نا معلومه برخلیک څخه د اندېښنو په حال کې افغان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید افغان مېرمنې اقتصادي ځان بسیاینې ته هڅوي.


اریانا سعید له افغان مېرمنو وغوښتل چې د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅه وکړي.


مېرمن سعید د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳» د افغاني برنډ جامو د یو سوداګریز مرکز د پرانیستلو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، د یوې روښانه راتلونکې په هیله‌یې په افغانستان کې پانګونه کړې ده.


اغلې سعید زیاتوي: "زما هیله دا وه چې د هنر ترڅنګ په افغانستان کې پانګونه هم وکړم، زما پیغام افغان مېرمنو ته دا دی چې هېڅکله خپله روحیه له لاسه ورنه‌کړي او هڅه وکړي چې اقتصادي ځان بسیاینې په لور ولاړې شي، همدارنګه زده‌کړې وکړي، کار وکړي، ولې افغانستان سل کاله وروسته پاتې شي؟"




مېرمن سعید په خپل شخصي لګښت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغاني برنډ جامو د ډیزاین، نندارې او خرڅلاو یو لوی سوداګریز مرکز پرانیست.


په دغو مراسمو کې یو شمېر سندرغاړو، ځوانانو، سوداګرو مېرمنو او خبریالانو ګډون کړی وو.


یو شمېر مېرمنو چې په دغه پرانیست غونډه کې یې ګډون کړی و د دغه افغاني برنډ جامې نندارې ته وړاندې کړې.


په ورته وخت کې په دې پرانیست غونډه کې یو شمېر سوداګرو مېرمنو د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي څو مېرمنو ته لا کاري فرصتونه پیدا شي.


فهیمه افغان ازادي راډیو ته وویل: "موږ یو نوی نسل یو او سوله مو یوازنۍ هیله ده، غوښتنه مو دا ده چې پرېږدئ مېرمنې زده‌کړې وکړي، زه د یوې سوداګرې مېرمنې په توګه چې دلته مې پانګونه کړې نه‌شم ویلی چې راتلوکی برخلیک به مو څنګه شي، هېڅوک خپل راتلونکی نه‌شي تضمین کولای."




دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړو په تېزېدو سره د خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو ترمنځ وېره او اندېښنه زیاته شوې ده.


خو لاهم شته داسې مېرمنې لکه اریانا سعید چې راتلونکي ته هیله‌مندې دي چې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې په ملاتړ به نه‌یوازې دا چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي شي، بلکې مېرمنې به لا پرمختګ وکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *