Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

جنرال مک‌کنزي: د افغان ځواکونو په ملاتړ د امریکا هوايي حملې دوام کوي

0
د امریکا متحده ایالاتو یوه مخکښ  قوماندان وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د امریکا هوايي حملې دوام کوي.


دغه امریکايي قوماندان دا خبره داسې مهال کړې چې له افغانستانه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو وتل روان دي.


جنرال کېنت مک‌کنزي (General Kenneth McKenzie) چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان دی او د افغانستان په ګډون په سیمه کې د امریکايي ځواکونو مشري هم کوي، پرون ناوخته په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "د امریکا متحده ایالاتو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په وروستیو ورځو کې خپلې هوايي حملې زیاتې کړې دي. که طالبان خپلو حملو ته دوام ورکړي، موږ په پام کې لرو په راروانو اوونیو کې خپل د ملاتړ دغه حد نور هم زیات کړو."


په وروستیو کې وسله‌والو طالبانو خپلې حملې زیاتې کړي او ځینې ولسوالۍ یې لاندې کړې دي.


قوماندان مک‌کنزي ډاډ ورکړ، د امریکا هوايي ملاتړ به د اګسټ تر ۳۱مې وروسته هم چې په افغانستان کې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل بشپړېږي، دوام کوي.


له افغانستانه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو وتل له مې میاشتې راهیسې پیل شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *