Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د فرانسې پارلمان روغتیايي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبري کول تصویب کړ

0
د فرانسې پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې روغتیايي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبري کوي.


د دې قانون له مخې د هغو ځایونو لېست پراخېږي چې خلک اړ دي د ورتګ لپاره په اصطلاح روغتیايي جواز ولري.


دا بدلونونه وروسته له هغې راځي چې د حکومت له‌خوا د کرونا وبا له کبله د لګول شویو مقرراتو پر خلاف په ملي سطحه خلکو مظاهرې وکړې.


د ولسمشر امانوئل مکرون هدف دا دی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره واکسین د یوې عمده وسلې په توګه وکاروي.


د ده حکومت غواړي زیانګالي خلک خوندي او په روغتونونو کې د بستر شویو د ګڼه ګوڼې مخه ونیول شي.


دغه لایحه په روغتیايي سکټور کې واکسین کول جبري کوي او روغتیايي کارکوونکي اړ دي چې د سپټمبر تر ۱۵مې نېټې واکسین وکړي، کنه د دندې ځنډولو خطر یې شته.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *