Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

کابل کې د امریکا سفارت: طالبان دې روان پوځي عملیات ته ژر تر ژره ودروي

0
په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې روانو پوځي عملیاتو ته ژر تر ژره پای ورکړي. 


دې سفارت پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا پوځي تحرکات د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو هڅې شنډوي. 


سفارت له طالبانو اوربند غوښتی او زیاته کړې ده چې روانې جګړې ملکیان زیانمنوي او له خپلو مېنو یې بې‌ځایه کوي. 


بل‌خوا د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالو ګډ دریځ به دا پروسه خوځنده کړي.


ښاغلي ستانکزي دا خبرې پرون په کابل کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره د لیدو کتو پر مهال وکړې. 


د سولې په تړاو تېره اوونۍ دوحه کې د لوړې کچې دوه ورځنۍ غونډه وشوه، خو د دولت لوری ترې ناراضه بېرته کابل ته ستون شو او ولسمشر محمد اشرف غني وویل، طالبان سوله نه‌غواړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *