Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د ننګرهار والي: جګړو کې د وژل شویو ۳۹ پاکستانيانو جسدونه پاکستان ته یوړل شول

0
د ننګرهار والي وايي په جګړو کې د وژل شویو ۳۹ پاکستاني وګړو جسدونه رسماً د سرې میاشتې له لارې پاکستان ته وړل شوي. 


د افغان ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل نن ویلي دغو پاکستانیانو د وسله‌والو طالبانو په لیکو کې جګړه کوله.


هغه زیاته کړې په دغو ۳۹ پاکستانیانو سربېره چې رسماً یې جسدونه سرې میاشتې وړي د لسګونه نورو پاکستاني جنګیالیو مړي هم له نورو بېلابېلو لارو پاکستان ته لېږدول شوي. 


امرخېل ویلي افغان پوځیان د خپل هېواد دفاع کوي او که څوک د وژنو او لوټماریو لپاره راځي د ده په خبره همداسې به‌یې جسدونه لېږدول کېږي. 


تر دې مخکې هم افغان چارواکو ادعاوې کړي چې د لسګونه پاکستاني جنګیالیو مړي پاکستان ته انتقال شوي. 


پاکستاني چارواکي که څه هم نه‌مني چې د دوی اتباع په افغان جګړه کې ښکېل دي، خو هره ورځ په خواله رسنیو د دغه هېواد له بېلابېلو سیمو د هغو خلکو د جنازې اعلانونه کېږي چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *