Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د هند مهاراشترا ایالت کې ځمکې ښویېدنې او سېلابونو ۱۱۳ کسان مړه کړل

0
هندي چارواکي وايي په مهاراشترا ایالت کې ځمکې ښویېدنې او د سېلابونو راوتلو ۱۱۳ کسان مړه کړي. 


د مهاراشترا د حکومت یوې ویاندې ساندیا ګرواري نن رسنیو ته ویلي چې ۵۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي. 


د هغې په خبره ژغورونکي ټیمونه په دې توانېدلي چې له شااوخوا ۹۰۰ زیانمنو شویو کلیو نه یو لک او ۳۰ زره کسان وژغوري او خوندي ځایونو ته‌یې بوځي. 


مهاراشترا ایالت د هند یو مهم اقتصادي مرکز هم ګڼل کېږي. 


معمولاً د کال همدې میاشتو جولای یا تر هغه مخکې جون کې د هند موسمي اورښتونه یا مونسن فصل پیلېږي چې په‌کې پخوا هم ګڼې ځمکې او کورونه لاندې شوي او خلکو ته په‌کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *