Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه دې د طالبانو د پرمختګونو مخنیوی وکړي 

0
د امریکا دفاع وزیر ویلي افغان ځواکونه په دې برلاسي دي چې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي. 


لوید استېن چې په الاسکا ښار کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خبریالانو ته غږېده دا خبره وکړه. 


ده وویل: "هغوی وړتیاوې لري. دا ظرفیت لري چې پرمختګ وکړي او واقعاً په دې وتوانېږي چې د طالبانو د ځینو پرمختګونو مخه ډب کړي، خو وبه ګورو چې څه کېږي."


هغه زیاته کړه افغان مشرتابه په دې لګیا ده چې د ګڼ مېشتو سیمو شاوخوا خپل پوځ ځای پر ځای کړي.


د استېن په خبره مهمه دا ده چې د طالبانو د مخنیوي لپاره ډاډ حاصل شي چې د دې ډلې سرعت کم کړای شي.


هغه داسې وخت دا خبره کړې چې افغان پوځيان د راپورونو له مخې په ۲۸ ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *