Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

کابل کې د اختر په لومړۍ ورځ د راکټي بریدونو طراح او ملګري یې ونیول شول

0
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د اختر په لومړۍ ورځ د راکټي بریدونو طراح‌یې نیولی دی.


دا خبره د یاد وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن په پيغام کې رسنیو ته کړې ده.


ښاغلی ستانکزی وايي: "د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړي ځواکونه وتوانېدل چې د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د طالبانو د ترهګرې ډلې یو سرګروپ د مومن په نامه سره له درېیو تنو نورو همکارانو یې ونیسي. دا ترورېستان د اختر په ورځ د راکټي بریدونو له طراحانو او ترسره کوونکو څخه دي. دوی د پغمان ولسوالۍ په نورو هدفي وژنو او ترهګریزو بریدونو کې هم لاس درلود."


د اختر په لومړۍ ورځ د کابل ښار په درېیو سیمو باندې راکټي بریدونه وشول، خو د معلوماتو له مخې چا ته په‌کې مرګ‌ژوبله ونه‌رسېده.


د اسلامي دولت ډلې یا داعش، د دغو راکټي حملو مسؤلیت ومانه.


د فرانسې خبري اژانس په حواله، داعش ډلې په خپل ټلګرام کې د دې حملې مسؤلیت منلی دی.


دغه راکټي حملې داسې وخت وشوې چې په جمهوري ریاست کې د لوی اختر لمونځ روان و.


د اختر د لمانځه له ترسراوي وروسته ولسمشر اشرف غني د دغو راکټي بریدونو په غبرګون طالبانو ته په خطاب وویل چې د راکټونو په زور واک ته نه‌شئ رسېدلی.


طالبانو لا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *