Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

ایران کې د اوبو د کمښت په اعتراض مظاهرې پراخې شوې

0
په ایران کې د اوبو د کمښت په اعتراض مظاهرې او اعتراضي غونډې پراخې شوې دي. 


پر خوزستان سربېره د ایران له نورو سیمو هم د مظاهرو راپورونه ورکول شوي دي. 


پرون یکشنبه د ایران په خوزستان ولایت کې مظاهرو د ۱۱مې ورځې لپاره هم دوام وکړ. 


د خوزستان خلک لومړی د اوبو د کموالي په اعتراض کې سړکونو ته راوتلي و، خو وروسته مظاهرو سیاسي بڼه خپله کړه. 


په وروستیو ورځو کې د مظاهرو لمن بوشهر، تهران، اصفهان، لرستان او کرمانشاه ولایتونو ته هم وغځېده. 


مظاهره‌چیانو شعارونه ورکول چې "ایرانی مړ کېږي، خو ذلت نه‌قبلوي" او پر دې سربېره‌یې ویل چې اسلامي جمهوریت نه‌غواړي. 




په ایلام ښار کې هم د ورته نا ارامیو راپورونه خپاره شوي او راپورونو کې راغلي چې دې ښار کې د پام وړ شمېر ښځو هم مظاهرو کې برخه اخیستې وه.


د ایران د نورو ښارونو مظاهره کوونکي د خوزستان له خلکو سره د خواخوږۍ او پیوستون ښکارندويي کوي. 


په خوزستان کې خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ شوي او اوسېدونکي یې وایي چې د دغه ولایت څه باندې ۷۰۰ کلي وچکالۍ ځپلې دي.


دغلته د اوبو چینې او کارېزونه هم وچ شوي او اعتراض کوونکي یې پړه پر ځایي حکومت اچوي. 


اعتراض کوونکي وایي، د خوزستان ځایي چارواکي او په تېره بیا د اوبو د تنظیم مأموران نه‌دي توانېدلي چې خپله دنده سمه پر مخ بوځي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *