Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

اروپايي هېوادونو کې د کرونا مخنیوي لپاره د حکومتونو د نویو مقرراتو ضد مظاهرې

0
په اروپايي هېوادونو کې هغو خلکو چې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د حکومتونو له نویو تصویبېدونکو مقرراتو سره موافق نه‌دي، مظاهرې وکړې.


لسګونه زره دغه اعتراض کوونکي پرون/ شنبه د اروپايي هېوادونو واټونو ته راووتل. تر ټولو لویې مظاهرې په فرانسه کې وې چې له اټکل سره سم، یو لک او ۸۰ زره مظاهره‌چیانو په‌کې برخه اخیستې وه.


دوی له هغې لایحې سره مخالفت ښوده چې پر اساس‌یې باید هر څوک رستورانونو او نورو عامه ځایونو ته د ننوتو لپاره ځانګړی کارت ولري او همداراز د روغتیايي سکټور ټول کارکوونکي باید د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې واکسین شوي وي.


اکثره مظاهرې ارامې وې، خو په پاریس کې چې ۱۱ زره تنه راټول شوي وو، بلوا ضد پولیسو وروسته له دې چې یوه تن په باستیل پلازا کې د پولیسو خوا ته څوکۍ وغورځوله، پر مظاهره‌چیانو اوښکې بهوونکي ګاز وشیندل.


مظاهره چیانو د «ازادي»، «ازادي» نارې وهلې.




پولیسو وروسته د مظاهره‌چیانو د تیت پرک کولو لپاره د اوبو له ټانکرونو کار واخیست او اوبه‌یې پرې وشیندلې.


د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد درامن وویل چې ۹ تنه نیول شوي دي. ده د پولیسو او ژورنالېستانو خلاف د مظاهره‌چیانو تاوتریخجن چلند وغانده.


د فرانسې د سنا جرګې غړو پرون وروسته له دې پر لایحې بحث پیل کړ چې یوه ورځ وړاندې ولسي جرګې تصویب کړې وه.


اکثره بالغ فرانسویانو د کرونا ویروس پر ضد بشپړ واکسین کړی دی او څو نظرپوښتنو وښوده چې اکثریت خلک د نویو مقرراتو پلوي دي.


خو لایحه به روغتیايي کارت حتمي کړي او که یې څوک ونه‌لري، نو موزیمونو، سینماګانو، تورېستي ځایونو، رستورانونو، بارونو او نورو ځایونو ته به ننوتی نه‌شي.


د روغتیايي پاس د ترلاسه کولو لپاره بشپړ واکسین لازمي دی او یا باید ثبوت ولري چې تازه له کرونا وبا ښه شوی دی.


په فرانسه کې په داسې حال کې د دغه هېواد پارلمان پر دې لایحې بحثونه کوي چې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر په ورځ کې ۲۰ زرو ته رسېدلی دی، یعنې د روانې جولای میاشتې له لومړیو څخه څو زره زیات شوی دی.




په ایټالیا کې هم پرون/ شنبه زرګونه اعتراض کوونکي په روم، میلان، ویرونا او نورو ښارونو کې راغونډ شول او د حکومت د نوې پرېکړې خلاف‌یې سوله‌ییز اعتراض وکړ.


د ایټالیا حکومت پرېکړه کړې چې هغو کسانو ته چې بشپړ واکسین‌یې کړی دی، د زرغون کارت په نوم جواز ورکړي او که څوک دا کارت وانه‌خلي، نو عامه ځایونو ته به تللی نه‌شي.


په یونان کې پولیسو د اعتراض کوونکو پر ضد له اوبو کار واخیست. د دغه هېواد د پارلمان مخته شاوخوا ۴ زره مظاهره‌چیان راټول شوي وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *