Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د تونس د منحل شوي پارلمان مخې ته نښتې وشوې

0
وروسته له دې چې د تونس ولسمشر قیس سعید د حکومت صدراعظم لیرې او پارلمان‌یې منحل کړ، نن د دې هېواد د پارلمان مخې ته د نښتو راپورونه ورکړل شول. 


په همدې حال کې پوځ ته دنده سپارل شوې چې د دولتي ودانیو ساتنه وکړي.


ولسمشر سعید، صدراعظم هشام المشیشي نن له دندې ګوښه او پارلمان‌یې د یوې میاشتې لپاره بند کړ، خو د تونس تر ټولو لوی اسلام‌پال سیاسي ګوند النَهضه دې اقدام ته د پوځي کودتا نوم ورکړ.


د وروستیو راپورونو له مخې پوځیانو د پارلمان ودانۍ بنده کړې او دولتي ودانۍ یې کلابندې کړې دي او په عین حال کې د ولسمشر سعید او د النهضه ګوند سلګونه پلویان له یو بل سره ونښتل او پر یو بل‌یې د کاڼو ګوزارونه وکړل. 


د تونس ولسمشر، صدراعظم نن سهار وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ چې یوه ورځ مخکې د النهضه او د هغه د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې وشوې. مظاهره‌چیانو د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د حکومت د اقداماتو پر وړاندې د اعتراض غږ اوچت کړ.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *