Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د پاکستان پوځ وايي چترال سیمې ته اوښتو ۴۶ افغان پوځیانو ته‌یې پناه ورکړې

0
د پاکستان پوځ هغو ۴۶ افغان پوځیانو ته پناه ورکړې چې د پاکستان چترال سیمې ته اوښتي وو. 


د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، د افغان پوځ ۴۶ سرتېري چې پنځه افسران هم په‌کې دي پرون شپه چترال ته واوښتل.


د کونړ د ولایتي شورا غړي شېر زمین خان ازادي راډیو ته وویل، د سرحدي ځواکونو او ملي اردو دا سرتېري د کونړ ولایت له ناړۍ ولسوالۍ څخه د چترال ارندو سیمې ته تښتېدلي دي.


د پاکستان پوځ وايي، افغان پوځیانو ته‌یې ډوډۍ، استوګنځای او درمل برابر کړي دي.


د پوځ په بیان کې راغلي چې دا سرتېري به د لازمو پړاوونو له بشپړولو وروسته افغانستان ته وسپارل شي. له دې مخکې ۳۵ تنه نور افغان پوځیان هم له طالبانو سره د جګړې له لیکو څخه پاکستان ته تښتېدلي وو.


د هېواد پر یو شمېر سرحدي سیمو د طالبانو له ولکې وروسته سلګونه افغان سرتېري او دولتي مأمورین تاجکستان، ایران او پاکستان ته وتښتېدل.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *