Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

په افغانستان کې سلګونه جريبه کروندو ته اوبه برابرېږي

0
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په افغانستان کې سلګونه جريبه کروندو ته اوبه برابرېږي. 


د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت هلې ځلې کوي او ټاکل شوې ده د دغو کروندو اوبه د ۴۵ زېرمو د جوړولو له لارې برابرې شي.


دغه زېرمې د لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا او د ميدان وردګو په ولايتونو کې جوړېږي. 


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې ټاکل شوې ده دغه زېرمې په راتلونکو درې مياشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


وزارت وایي، د دغو زېرمو په ګټې اخیستنې سره به د بزګرانو په سلګونو جريبه کروندې خړوبه شي. 


هره زېرمه به له ١٥ تر ١٨ جريبه کروندې خړوبه کړي.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه وچکالۍ ځپلي او زیاتې کرنیزې ځمکې د شاړه کېدو له ګواښ سره مخ دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *