Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2021

بیجېنګ وايي امریکا هڅه کوي چین 'شر اچوونکی' وښيي

0
چین ته د امریکا د لوړپوړې ډیپلوماتې سفر په ترینګلتیا پیل شوی.


بیجېنګ وايي چې د امریکا متحده ایالات چین "شر اچوونکی" معرفي کوي او دا چلند باید بدل کړي.


دا خبره د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شي فینګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شېرمن ته د دوشنبې په ورځ کړې ده.


چین د هغه څه له کبله چې ویل کېږي د شینجن ایالت کې یې یو ملیون اویغوریان او نور مسلمان اقلیتونه د سیاسي زده‌کړو په نوم په کمپونو کې بندیان کړي، له نړیوالو انتقادونو او په ځینو مواردو کې له بندیزونو سره مخ دی. چین ټینګار کوي چې دا ډول کمپونه د "حرفوي زده‌کړو مرکزونه دي" او هدف‌یې د ترهګرۍ څخه د اقلیت چینايي مسلمانانو د ذهنونو پاکول دي.


د دې میاشتې په پیل کې واشنګټن او متحدانو یې چین تورن کړ چې د انلاین هک کولو د نړیوال کمپاین تر شا دی او پر بیجېنګ‌یې دا تور هم پورې کړ چې د هکرانو او نورو سایبري بریدګرو سره هم‌لاسی دی.




د چین د بهرنیو چارو وزارت د دې وزارت د مرستیال شي فینګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې وینډي شېرمن د لیدنې په اړه په یو بیان کې د فینګ له خولې ویلي "ښايي هیله دا وي چې د چین په شریر ښودلو به امریکا د خپلو جوړښتي ستونزو یو څه پړه پر چین واچوي."


په بیان کې زیاته شوې چې موږ پر امریکا ټینګار کوو چې د فینګ په وینا " خپل ناسم رهبري شوی ذهنیت او خطرناکه پالېسي بدله کړي."


د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې بیان کې د امریکا او چین ترمنځ اړیکې له "جدي ستونزو" سره مخ ګڼلې دي.


تېره اوونۍ بیجېنګ د امریکا د سوداګرۍ پر پخواني وزیر ویبور روز او ځینو نورو افرادو او ګروپونو بندیزونه اعلان کړل. دا بندیزونه په هانګ کانګ کې د ولسواکۍ د ځپلو په خاطر پر چین د امریکا د بندیزونو په ځواب کې وو.


بیجېنګ تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان هغه پلان رد کړ چې غواړي د کرونا وبا د راپیدا کېدو د ريښو په اړه نورې څېړنې وکړي. لوېدیځ هېوادونه چین په دې برخه کې هم د خنډونو په جوړولو تورنوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو چین ته د وینډي شېرمن تر سفر مخکې ویلي و چې د نوموړې د سفر هدف دا دی چې د اړیکو د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره له چین سره لوری وټاکي او د سیالۍ لپاره د برابرو شرایطو لټه وکړي څو ډاډمنه شي چې د دواړو هېوادونو اړیکې کړکېچ ته نه‌ځي.




ټاکل شوې، شېرمن چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې دوهمه لوړپوړې ډیپلوماته ده د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره هم تیانژین ته د سفر پر مهال وګوري. نوموړې له هغې راوروسته چې جو بایډن د امریکا ولسمشر شوی، تر ټولو لوړپوړې امریکايي چارواکې ده چې چین ته سفر کوي.


تمه ده چې د وینډي شېرمن په دې سفر پسې، د امریکا دفاع وزیر لوید استېن راتلونکې اوونۍ سنګاپور، ویتنام او فیلیپین ته او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هندوستان ته سفر وکړي. په سیمه کې دا ډیپلوماتیک فعالیتونه ښيي چې د امریکا متحده ایالات په سیمه کې داسې مهال ښکېلتیا زیاتوي چې چین هڅه کوي په اسیا کې د امریکا نفو‌ذ وننګوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *