Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

امیرخان متقي: امریکا دې د افغانستان پر شتمنیو لګېدلی بندیز لېرې کړي 

0
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي چې له امریکايي چارواکو سره یې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو او د دوحې د موافقې د عملي کولو په اړه خبرې کړي. 


د افغانستان او امریکا پلاوو نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې.


د الجزیرې ټلوېزیون د راپور له مخې ښاغلي متقي همدا راز پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان پر شتمنیو لګېدلی بندیز لېرې کړي. 


د امریکا حکومت په اګسټ میاشت کې اعلان وکړ چې د نژدې نهه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان بانک زېرمې یې کنګل کړي دي. 


ښاغلي متقي ویلي دي چې ده او ملګرو یې له امریکايي پلاوي سره د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د یوې نوې پاڼې د پرانیستو په اړه هم خبرې کړي. 


متقي زیاتوي چې دوی د افغانستان د روانو حالاتو په اړه هم خبرې وکړې.


له دې مخکې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړ چې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین ویلي، د طالبانو حکومت به په افغانستان کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره له امریکا سره همکاري ونه کړي. 


داعش ډلې په کندز ولایت کې د پرونۍ حملې په ګډون په افغانستان کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.


شاهین ویلي موږ کولای شو چې د داعش ډلې مخه په خپله ونیسو.   














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *