Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 15.10.2021

طالبان د بودا د مجسمو کنډوالې ساتي

Pa.azadiradio.com 

د ویجاړ شوي بودا مجسمو ته نږدې د طالبانو سرتیري لیدل کیږي چې تر سپین بیرغ لاندې ولاړ دي او ددې لرغونو اثارو ساتنه کوي. دا دوه ځوانان د طالبانو نوی نسل دی چې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو له خوا د بودا د مجسمو د ورانولو پر مهال ښايي ماشومان وو. اوس په بامیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نه غواړي ووايي چې بودا مجسمې ولې د دوی مشرانو ونړولې، خو هغه د بامیانو د لرغونو اثارو د ساتنې ژمنه کوي

په کندهار کې د شیعه و په جومات کي تر چاودنې وروسته تصاویر

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې نن یوې انتحاري حملې شاوخوا شپږ دېرش کسان ووژل او اویا نور یې ټپیان کړل. په برید کې د وژل شویو او ټپيانو شمېر د کندهار د اطلاعاتو امر شمس صمیم ازادي راډیو سره شریک کړ. برید په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه لوی جومات امام بارګاه فاطمیه کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو. تر دې مخکې د کندهار د میرویس روغتون سرطبیب هم ویلي وو چې د شاوخوا اویاو ټپیانو له جملې د ځینو حال ښه نه دی. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې د چاودنې د عاملینو د نیولو هڅه کوي. د دې حملې مسوولیت چا نه دي منلی. Читать дальше...

کوټه: د دوو وژل شويو ماشومانو خپلوانو د هغوی له مړيو سره پرلت وهلی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په هوشاب سیمه کي په یوه چاودنه کې د وژل شويو دوو ماشومانو خپلوانو د هغوی مړي کوټې ښار ته وړي او د اعلا وزیر په لور تلونکې لويه لاره کې يې پرلت پیل کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې د پېښې مسولينو پرضد دې کوټلي ګامونه پورته کړل شي. بلخوا صوبايي حکومت د پېښې پلټنې پيل کړي دي. نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.

قطر: لسګونه افغان فوټبالران او کورنۍ یې را رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وايي، لسګونه افغان فوټبالران او د هغوی د کورنۍ غړي پرون له کابله قطر ته رسیدلي.  لولوة الخاطر په خپل ټوېټر لیکلي، په یوه پرواز کې د افغانستان د فوټبال د شااوخوا سل تنو لوبغاړو او د هغوی د کورنۍ غړي قطر ته وړل شوي.   په مسافرو کې ځینې د نیوزیلنډ اتباع هم شامل وو.  مېرمن لولوه زیاته کړې، دا اتم پرواز وو او په کې د نورو پروازونو پرتله ډېر مسافر یوړل شول.  هاخوا بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې په پرونیو کسانو کې د نجونو د فوټبال د ملي ټیم د کورنۍ شل تنه غړي هم شامل وو. Читать дальше...

کرکټ؛ د 'IPL'پایلوبه د چنای سوپرکېنګز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ده

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ غوره لیګ ای پي ایل پایلوبه نن ماښام د چنای سوپرکینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.  لوبه په دوبۍ کې پیلېږي.   د چنای ټیم په دې هیله دی چې وکولای شي د څلورم وار لپاره د هند د غوره لیګ ګټونکی شي.  که برعکس کلکته دا لوبه وګټي نو دا به یې د هند د غوره لیګ د اتلولۍ درېیم جام وي.  دواړو ټیمونو یو وار مخکې هم په ۲۰۱۲ کال کې د هند د غوره لیګ پایلوبه لوبولې وه چې په کې کلکته نایټ رايډرز په پنځو ویکټو چنای ته ماته ورکړې وه.

کابلوف: طالبانو تایید کړه چې د مسکو راتلونکې غونډه کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وايي، طالبانو تایید کړه چې د مسکو د راتلونکې اوونۍ ناسته کې ګډون کوي.   د روسي رسنیو د راپور له مخې کابلوف دا هم ویلي چې طالبانو لا د خپل پلاوي غړي نه دي اعلان کړي.  تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې وه چې طالبان راتلونکې چهارشنبه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.   د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې لا تر اوسه د دې غونډې په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.  مسکو تېر مارچ هم د افغانستان... Читать дальше...

دنیا بي بي: له کلیوالو ښځو سره د کرهڼې په برخه کې حکومتي سرپرستي پکار ده

Mashaalradio.com 

هر کال د اکتوبر پر ۱۵مه د دغه نړیوالې ورځې لمانځلو مقصد په زراعتو او د کلیوالو سیمو پرمختګ، د خوړو خوندیتوب ښه کولو او په کلیوالو سیمو کې غربت له منځه وړلو کې د ښځو رول او ونډې پېژندنه ده.

کندهار: امام بارګاه کې چاودنې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په کندهار ښار کې د شیعه ګانو په یوه امام بارګاه کې چاودنې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي او ۷۰ نور یې ژوبل کړي دي. د کندهار د میرویس روغتون مشر ډاکټر منلې وه چې د لسګونه کسانو مړي روغتون ته ور وړل شوي او په شاوخوا ۷۰ ټپیانو کې یې یوشمېر سخت ژوبل دي. ګل اياز د فرانس پرېس، رويټرز او اشوشيېټېډ پرېس اژانسونو بيلا بېلې ويډيوګانې پښتو کړي دي.



یوناما ویلي په افغانستان کې ترهګري دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ویلي په افغانستان کې ترهګري دوام لري.  یوناما دا خبره د کندهار د نننۍ لویې چاودنې په غبرګون په خپل ټوېټر کړې ده.  یوناما لیکلي چې په مذهبي او عبادت ځایونو دا ډول بریدونه په کلکه غندي او عاملین یې باید محاکمه او مجازات شي.  د کندهار د برید په تړاو یو شمېر نورو کسانو هم غبرګون ښودلی.  له دې ډلې په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم په یوه لنډ بیان کې د کندهار چاودنه غندلې ده.  پوتزل لیکلي، اوس چې افغانستان کې د سولې لپاره چانس شته دا ډول ناوړه بریدونه باید سمدستي ودریږي. Читать дальше...

د داعش د لېږد په اړه د روسیې د ولسمشر څرګندونې او د طالبانو غبرګون

Pa.azadiradio.com 

له سوريې او عراقه افغانستان ته د داعش د تجربه لرونکو او روزل شوېو وسله والو د لېږد په اړه د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له  اندېښنې وروسته طالبان وايي، د دې ادعا د اثبات لپاره هېڅ شواهد نشته.  د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي د دغه تورونو په ردولو سره د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له منځني ختیځه افغانستان ته د داعش د غړو د لېږدولو هېڅ فرصت وجود نه لري: "موږ دا نه تاییدوو. تاسو پوهېږئ چې له منځني ختیځه افغانستان ته غځېدلې لارې خورا ستونزمني دي او د دوی د راتګ او را انتقالولو هېڅ امکان وجود نه لري. Читать дальше...

ځینې افغان فلم جوړونکي: نړیواله ټولنه دې د کار په دوام کې راسره مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

هغه افغان فلم جوړوونکي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نه دي توانیدلي چې هېواد پریږدي د راتلونکي او د دوی د کار د برخلیک په اړه اندېښمن دي.  یو شمېر فلم جوړونکو د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاتې فلم جوړونکو سره مرسته وکړي.  د افغانستان د مستند فلم جوړونکو له ډلې سید ابوالفضل عبدالله په غونډه کې وویل چې د فلم جوړونکو سره مرستې چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې دوام درلود، بندې شوې او اوس د یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي. Читать дальше...

سږ ایران کې د هغو ۸۰۰ ماشومانو زېږون ثبت شوی چې مېندې یې لس یا ۱۴ کلنې دي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې سږ کال د هغو اته سوو ماشومانو زېږون ثبت شوی چې د مېندو عمرونه یې د لسو کلونو او څوارلسو کلونو تر منځ بلل شوی.  د ایران اکثرو وروسته پاتو کلیوالي سیمو کې لا هم ګڼې کم عمره نجونې واده کېږي. د ایران د نفوسو د ثبت ادارې ویلي، دا شااوخوا اته سوه ماشومان په سیستان او بلوچستان، خوزستان، خراسان رضوي او ځینو نورو کې سږ لومړی شپږ میاشتې زیږیدلي.  سره له دې چې د بشري حقونو فعالان په ایران کې د کم عمره نجونو د ودونو د ناقانوني ګرځولو لپاره هڅې کوي، خو چارواکي او قضایه قوه له ۱۳ کلونو پورته د نجونو له وادونو سره مخالفت نه کوي. Читать дальше...

کندهار کې د شیعه ګانو پر جومات برید۳۶ لمونځ کوونکي ووژل

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ښار د لومړی حوزې اړوند د شیعه ګانو په لوی جومات یا امام بارګاه کې د نن ورځې د انتحاري حملې د وژل شویو کسان شمېر ۳۶ او د ټپیان شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی. د کندهار د اطلاعاتو امر شمس صمیم ازادي راډیو ته وویل: "نن غرمه د جمعې د لمانځه پرمهال د اهل تشیع په امام بارګاه کې یو ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړه چې په پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي" د کندهار میرویس روغتون ته د پېښې له ځایه ۳۴ مړي او ۶۹ ټپیان ور وړل شوي دي. د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم ازادي رادیو ته وویل چې په ټپیانو کې د یو شمېر کسانو حالت نازک دی. Читать дальше...

طالبان دې په افغانستان کې د امن لپاره لویه جرګه راوبلي: محمود خان اڅکزی

Mashaalradio.com 

جمعيت علما اسلام ف په پېښور کې د اکتوبر پر ۱۴مه مفتي محمود کانفرنس وکړ چې ورته د یاد ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن ترڅنګ د پاکستان ډموکراټیک مومنټ (پي دي ايم) مشرانو هم ویناګانې کړې دي. د پښتونخوا ملي عوامي پارټي مشر محمود خان اڅکزي په خپله وينا کې وویل چې د طالبانو سرپرست حکومت دې په افغانستان کې د امن لپاره یوه لویه جرګه راوبلي. ويډيو راپور

کندهار: امام بارګاه کې د جمعې لمانځه مهال ځانمرګي برید ۳۶ تنه وژلي، ۷۰ نور ژوبل

Mashaalradio.com 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی دی او ویلي دي‌ چې برید «تکفیري ډلو» کړي دي‌ او دا د «داعشي فتنه ګرو هڅې » دي. نوموړي ویلي دي‌ چې د طالبانو حکومت به د دا ډول بریدونو مخه نیسي او عاملین به یې نیسي.

د کرکټ د شل اورېزو لوبو د نړیوال جام ځنډېدلې سیالۍ بالاخره پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شل اورېزو لوبو نړیوال جام چې د کرونا وبا ځنډولی و، بالاخره د یکشنبې په ورځ پیلېږي. دا لوبې باید په ۲۰۲۰ میلادي کال کې شوې وی، خو کله چې اسټرالیا د کوېډ – ۱۹ د محدودیتونو په لړ  کې خپلې نړیوالې پولې وتړلې دا لوبې هم وځنډېدې. وروسته ټاکلې وه چې د دې کال په پیل کې د کرکټ د شل اورېزو لوبو  د نړیوال جام  سیالۍ هندوستان کې وشي، خو کله چې هند کې د کرونا وبا  بیا زور واخېست، نو یو ځل بیا یې د کرکټ دا لوبې وځنډولې.  بالاخره د نړیوال کرکټ چارواکو وپتیله چې دا لوبې به په متحده عربي اماراتو او... Читать дальше...

نن د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

نن د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو د ۲۰۰۷ میلادي کال په دسمبر میاشت کې د کلیوالو ښځو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې  له مخې یې د اکتوبر میاشتې ۱۵ مه نېټه د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.  دا ورځ د کښت او بزګرۍ د پراختیا، د خوړو د امنیت او له ټولنو د بې وزلۍ د کمېدو په برخه کې د کلیوالو ښځو د مهم رول لوبولو لپاره نمانځل کېږي.  د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د افغانستان ۷۱ فیصده خلک په کلیوالو سیمو کې اوسي چې په کې لویه برخه ښځې له تعلیم محرومې... Читать дальше...

امریکا او اروپا کې هغو کسانو ته چې د کروناضد واکسین یې کړی،تقویتي واکسین کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو او اروپا د د درملو د مقررو د تنظیم ادارې د واکسیناسیون پروګرام پراخوي او یو شمېر کسانو ته کومکي یا تقویتي واکسین ورکوي.  د امریکا د روغتیا سلاکارانو پرون وویل، ځینو کسانو چې لږ تر لږه ۶ میاشتې پخوا موډرنا واکسین کړی، د کرونا ویروس پر ضد د خوندیتوب د زیاتولو لپاره باید نیم ډوز تقویتي واکسین وکړي.  د امریکا د خوړو او درملو د ادارې سلاکارانو د زړو خلکو او همدا راز هغو ځوانانو لپاره چې روغتیايي ستونزې لري، د موډرنا د تقویتي واکسین ورکړه په یوه خوله تایید کړه.  د واکسین... Читать дальше...

افغانستان سره د امریکا د مرستو اعلان او د یو شمېر عامو افغانانو هرکلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتو له لوري له افغانستان سره د مرستو اعلان د یو شمېر عامو افغانانو د هرکلي سره مخ شو. د امریکا سپینۍ ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پنجشنبه ناوخته د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل چې امریکا په دې تمرکز کوي چې افغانانو ته بشري مرستې ورسوي. مېرمن جېن ساکي وویل: "زموږ تمرکز د نړیوالې ټولنې د لوی اکثریت سره د بشري مرستو رسولو او په افغانستان کې خلکو ته د رسېدلو په اړه کارکولو باندې دی، څو ډاډ ترلاسه شي چې دوی ته هغه څه رسېږي چې ورته اړتیا لري، متحده ایالات د دې مرستې تر ټولو... Читать дальше...

کندهار: لارې تړل کېدو تجارت درولی او بېکاري ډېره کړې ده

Mashaalradio.com 

د سپين بولدک او چمن تر منځ لاره د اکتوبر له پينځمې نېټې راهيسې تړل شوې چې له کبله يې نه يوازې عام ولس له ستونزو سره مخامخ شوی بلکې تجارت هم په ټپه درېدلی دی. افغانستان، چې وار له مخه له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د لارې تړل کېدو له امله يې زرګونه وګړي بېکاره شوي دي. احمد شاه اعظمي د فرانس پرېس خبري اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.

د نګورونو قره باغ تازه شخړه کې یو ازربایجانی سرتیری وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د نګورونو قره باغ لانجمنې سیمه په تازه شخړه کې یو ازربایجانی سرتیری وژل شوی او ۶ ارمني سرتیري ټپیان شوي دي.  دا شخړه پرون د اکتوبر په ۱۴مه نېټه شوې ده.  د ارمنستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ازربایجاني سرتیري وژنه رد کړې، خو ویلي یې دي چې د دوی شپږ سرتیري د نګورنو قره باغ په ختېځ کې د ازري ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي دي.  په اعلامیه کې د روسیې سوله ساتو ځواکونو ته هم چې نګورنو قره باغ کې دېره دي، له اوربنده د ازربایجان د سرغړونې په تړاو خبرداری ورکړل شوی .  ازربایجان د اوربند د ماتولو ادعا رد کړې ده. Читать дальше...

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست له ترکي چارواکي سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې ښایي په نږدې وخت کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته ولاړ شي، د طالبانو په مشرۍ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ ترکیې ته رسیدلی. دا د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په توګه د امیرخان متقي دوهم بهرني سفر دی. نوموړی تردې مخکې د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی و. د طالبانو په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، دا سفر د افغانستان لپاره مهم دی او هیله مندي شته چې ښې پایلې ولري. Читать дальше...

بېل کلېنټن روغتون کې بستر شوی، خو ناروغي یې کرونا سره تړاو نه لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن د کلفورنیا په یوه روغتون کې بستر شوی دی، خو د هغه ناروغي له کرونا سره تړاو نه لري.  د هغه یوه ویاند انجېل اورینا  (Angel Urena)  پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ۷۵کلن کلېنټن د کلفورنیا د ایروین په یوه روغتون کې بستر شوی.  اورینا لیکلي چې د کلېنټن روغتیایي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او ښه روحیه لري.  بېل کلېنټن د امریکا دوه څلویښتم ولسمشر له  ۱۹۹۳ کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې په سپینه ماڼۍ کې و.  هغه په ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کال کې جراحي عملیات شوی هم دی او پخوا یې د زړه له درده رنځ ووړ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *