Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

روسيه: د ممنوع الکولو د څښلو له کبله ۲۶ تنه مړه شوي

0
روسي چارواکي وايي، په دې هېواد کې د ممنوع الکولو د څښلو له کبله د مړو کسانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی. 


انټرفکس خبري اژانس نن شنبه د سیمه ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړ چې ۲۸ نور کسان هم په روغتونونو کې بستر شوي دي. 


په همدې حال کې څارنوالانو د روسیې په جنوبي سیمه ارینبورګ کې د قضیې په تړاو یوشمېر نور کسان هم نیولي دي. 


سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د اکتوبر په اوومه نېټه د ممنوع الکولو د کارولو له کبله د مړینو د خبر له خپرېدو راهیسې لږ تر لږه ۶ کسان نیول شوي. 


په روسیه کې ډېر کله د ممنوع او په کور کې د جوړو شوېو الکولو د څښلو له کبله د مسمومیت پېښې کېږي ځکه ځینې خلک غواړي ارزانه الکول وڅښي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *