Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

جوزجان کې د اضطراري ودانۍ یو ساختمان ورغول شو

0
د جوزجان د کرنې ریاست له خوا د اضطراري ودانۍ یو ساختمان ورغول شو.


د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپره کړه ویلي چې د جوزجان په دوکوه ولسوالۍ کې یې یو ساختمان د سیلابونو د ګواښونو د مخنیوي په خاطر جوړ کړی دی.


په اعلامیه کې راغلي چې دا ساختمان یې د ملګرو ملتونو د پراختايي موسسې او د چاپیریال ساتنې د نړیوال صندوق د اقلیمي خطرونو د کمولو پروژې په مرسته (CDRRP) په ۱۱ میلیونه افغانۍ جوړ کړی چې د جوزجان د کرنې ریاست له خوا یې کارونه پای ته ورسېدل.


دا ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې ۱۶ خونې او یوه د اوبو څاه لري.


د جوزجان د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دوکوه ولسوالۍ خلک به د سیلابونو د راوتلو پر مهال به له ډېر ستونزو سره مخ وو چې اوس د دې ودانۍ په جوړېدو سره کولی شي په اضطراري وختونو کې د پنا او ښوونځي په توګه ترې  کار واخلي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *