Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

امریکا چمتو ده په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي 

0
د امریکا متحده ایالات چمتو دي د کرونا ویروس له امله له میاشتو بندیز وروسته په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي.  


د نیویارک د دموکرات سناتورې کریسټین ګلي برانډ دفتر پرون اعلان وکړ، امریکا پرېکړه کړې چې له کاناډا او مکسیکو سره خپلې پولې د هغو کسانو لپاره بېرته خلاصې کړي چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي. 


متحده ایالات یوازې له همدې دوو هېوادونو سره ځمکنۍ پولې لري. 


د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الیجاندرو میجرکاس دا پروګرام چې په اساس به یې د سیلانیانو په ګډون غیر ضروري سفرونو ته اجازه ورکول کېږي تایید کړی. 


تمه کېږي چې له کاناډا او مکسیکو سره د متحدوایالاتو د پولې د رسمي پرانیستې اعلان نن وشي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *