Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

سرګي ریابکوف: امریکایان زموږ منطق او غوښتنو ته پام نه کوي 

0
روسي چارواکو داسې اشارې ورکړي چې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له یوې لوړ-رتبه چارواکې سره یې د لوړې سطحې خبرې ګټورې نه وې.  


دوی وايي، په مسکو کې د دغو خبرو پرمهال د سفارتونو د کار کوونکو د شمېر او نورو موضوعاتو په اړه زیاتې خبرې ناحله پاتې شوې.  


د روسیې خبري اژانسونو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له درېیمې درجې چارواکې ویکتوریا نولاند سره یې خبرې ګټورې وې، خو ده خبرداری ورکړ چې وضعیت ښايي لا خراب شي. 


ریا نووستي او تاس خبري اژانسونو د ریابکوف خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي: "امریکایان زموږ منطق او غوښتنو ته پام نه کوي."  


په روسیه کې د امریکا د سفارت ویاند جیسن ریب­هولس د مېرمن نولانډ په وینا ویلي، دوی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ګټورې خبرې وکړې چې پر زیاتو دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په کې بحث وشو.  


په پام کې ده، مېرمن نولانډ نن چهارشنبه د اکتوبر پر دیارلسمه په بهرني سیاست کې د ولسمشر ولادمیر پوتین له لوی سلاکار یوري اوشاکوف سره وګوري. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *