Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

د کرکټ د شل اورېزو لوبو د نړیوال جام ځنډېدلې سیالۍ بالاخره پیلېږي

0
د کرکټ د شل اورېزو لوبو نړیوال جام چې د کرونا وبا ځنډولی و، بالاخره د یکشنبې په ورځ پیلېږي.


دا لوبې باید په ۲۰۲۰ میلادي کال کې شوې وی، خو کله چې اسټرالیا د کوېډ – ۱۹ د محدودیتونو په لړ  کې خپلې نړیوالې پولې وتړلې دا لوبې هم وځنډېدې.


وروسته ټاکلې وه چې د دې کال په پیل کې د کرکټ د شل اورېزو لوبو  د نړیوال جام  سیالۍ هندوستان کې وشي، خو کله چې هند کې د کرونا وبا  بیا زور واخېست، نو یو ځل بیا یې د کرکټ دا لوبې وځنډولې. 


بالاخره د نړیوال کرکټ چارواکو وپتیله چې دا لوبې به په متحده عربي اماراتو او عمان کې ترسره کوي چې رسمي کوربه به یې بیا هم هندوستان وي.


رویټرز خبري اژانس وايي،  د هندوستان د کرکټ د ټیم د مخکښو لوبغاړو لپاره عربي متحده امارات د کرکټ له پلوه لکه دویم کور داسې دی او دا لوبغاړي د دې هېواد د لوبغالو له ورو  پیچونو سره بلد دي. 


د هندوستان د غوره لیګ سیالیو دویمه نمايي هم د عربي متحد اماراتو په لوبغالو کې ترسره شوې وه، خو یوازې هندوستان نه دی چې د عربي متحده اماراتو د لوبغالو شرایط به یې په ګټه وي بلکې  یو شمېر افغان، پاکستاني، اسټرالیايي او نیوزیلاندي لوبغاړي هم په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو په لوبغالو کې لوبېدلي چې له شرایطو سره یې بلد شوي دي. 


افغانستان د کرکټ د شل اوریزو  لوبو په نړیوال جام په دویم ګروپ کې له  هندوستان، پاکستان او نیو زیلانډ سره شامل دی. 


رویټرز خبري اژانس د پاکستان، هندوستان او نیوزیلانډ د ټیمونو او یو شمېر لوبغاړو چې افغانستان به ورسره په دویم ګروپ کې مخ وي د وړتیاوو یادونه کړې او د افغانستان د کرکټ د ټیم په اړه یې ویلي،  د شل اوریزو لوبو په فارمټ کې د افغانستان لوبډله یوه له پیاوړو راپورته کیدونکو لوبډلو څخه ده.


خو د رویټرز په وینا په کابل کې د طالبانو بیا واکمنېدو د افغانستان د کرکټ پر ملي ټیم اغیزې کړې دي.  


همدارنګه نوموتي توپ اچوونکي راشد خان هم د دې لوبو له کپتانۍ استعفا کړې چې په دې توګه یې محمد نبي ته چې  د شل اوریز کرکټ لومړی درجه الراونډر دی د لوبې مشري ورپرېښې.


رویټرز وايي، راشد خان که څه هم  په اۍ پي ایل کې د سن رایز حیدراباد په ټیم کې ډېره ښه لوبه ونه کړه، خو د نوموړی څرخیدونکې توپ اچونه په دې ګروپ کې هر ټیم ته ستونزه جوړولی شي.


افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د لومړۍ پړاو د یو وړونکي ټیم په وړاندې د اکټوبر په ۲۵ مه په شارجه کې کوي او ورپسې به د اکټوبر په ۲۹ مه د پاکستان په وړاندې لوبیږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *