Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست له ترکي چارواکي سره وکتل

0
په داسې حال کې چې ښایي په نږدې وخت کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته ولاړ شي، د طالبانو په مشرۍ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ ترکیې ته رسیدلی.



دا د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په توګه د امیرخان متقي دوهم بهرني سفر دی. نوموړی تردې مخکې د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی و.



د طالبانو په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، دا سفر د افغانستان لپاره مهم دی او هیله مندي شته چې ښې پایلې ولري.



ښاغلي مجاهد دا سفر په راتلونکي، څو ورځو کې کابل ته د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له سفر سره تړلی یاد کړ.



د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په داسې حال کې ترکیې ته سفر کوي چې تېره ورځ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره په یوې خبري ناسته کې کابل ته د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سفر خبر ورکړ.



که څه هم د دې سفر کره نېټه یې په ډاګه نه کړه، خو ویې ویل چې راتلونکي څو ورځو کې به دغه سفر ترسره شي.



تر اوسه هېڅ کوم هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.



 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *