Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

کابلوف: طالبانو تایید کړه چې د مسکو راتلونکې غونډه کې ګډون کوي

0
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وايي، طالبانو تایید کړه چې د مسکو د راتلونکې اوونۍ ناسته کې ګډون کوي.  


د روسي رسنیو د راپور له مخې کابلوف دا هم ویلي چې طالبانو لا د خپل پلاوي غړي نه دي اعلان کړي. 


تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې وه چې طالبان راتلونکې چهارشنبه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.  


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې لا تر اوسه د دې غونډې په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. 


مسکو تېر مارچ هم د افغانستان په تړاو د یوې نړیوالې ناستې کوربه وو چې په کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړیو استازیو برخه اخیستې وه.  


هغوی د افغانستان د جګړې په ښکېلو خواو چې هغه وخت د افغانستان ملي امنیتي دفاعي ځواکونه او طالبان وو د جګړو د کمېدو غوښتنه کړې وه.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *