Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

سږ ایران کې د هغو ۸۰۰ ماشومانو زېږون ثبت شوی چې مېندې یې لس یا ۱۴ کلنې دي

0
په ایران کې سږ کال د هغو اته سوو ماشومانو زېږون ثبت شوی چې د مېندو عمرونه یې د لسو کلونو او څوارلسو کلونو تر منځ بلل شوی. 


د ایران اکثرو وروسته پاتو کلیوالي سیمو کې لا هم ګڼې کم عمره نجونې واده کېږي.


د ایران د نفوسو د ثبت ادارې ویلي، دا شااوخوا اته سوه ماشومان په سیستان او بلوچستان، خوزستان، خراسان رضوي او ځینو نورو کې سږ لومړی شپږ میاشتې زیږیدلي. 


سره له دې چې د بشري حقونو فعالان په ایران کې د کم عمره نجونو د ودونو د ناقانوني ګرځولو لپاره هڅې کوي، خو چارواکي او قضایه قوه له ۱۳ کلونو پورته د نجونو له وادونو سره مخالفت نه کوي.  


ایران، افغانستان، پاکستان او هند په سیمه کې هغه هېوادونه دي چې په پراخه کچه په کې د کم عمره نجونو وادونه ترسره کېږي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *