Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

د قزاقستان د ولسمشر یوه استازي له طالب چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې 

0
راپورونه وايي چې د قزاقستان د ولسمشر یوه استازي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي. 


د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د قزاقستان د جمهوري ریاست د رسنیو څانګې دا خبر پرون- د اکتوبر په ۱۷مه وروسته له هغه ورکړ چې د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ایرژان کازي خان کابل ته سفر وکړ. 


تاس د ولسمشر د قاسم ژورمات تاقایف د مطبوعاتي څانګې له قوله زیاتوي چې دواړو لورو د تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړې او په قزاقستان کې افغان محصلینو ته د بورسیو بیا پیل ته لېوالتیا ښودلې. 


د خبر له مخې د قزاقستان پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. 


پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د قزاقستان د حکومت یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *