Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

طالبان د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي 

0
د طالبانو حکومت یو چارواکی وايي د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي.


فرانس پرس خبري اژانس د زندانونو د ساتنې د چارو د یوه مسؤل مولوي عبدالله حقیق له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي د پلچرخي زندان لپاره یو شمېر ساتونکو ته روزنه ورکړل شوې چې ډېر ژر به د دغه زندان چارې سمبالې کړي.


د طالبانو د زندانونو د ساتنې د چارو دغه مسؤل ونه‌ویل چې کله به د پلچرخي زندان بېرته پرانیستل کېږي، خو زیاته‌یې کړه چې دوی به وکولای شي په دې زندان او د کابل ولایت په نورو محبسونو کې له ۶ زرو تر ۷ زرو پورې بندیان وساتلی شي.


د کابل په پلچرخي زندان کې د پخواني حکومت په دوره کې د طالبانو په ګډون په زرګونو بندیان ساتل کېدل چې کابل ته د طالبانو له ننوتو سره ټول بندیان ترې ووتل.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *