Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

بلېنکن له خپل قطري سیال سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې بلېنکن دا ومنله چې قطر له افغانستانه د امریکایي وګړو او له خطر سره مخامخ افغانانو لپاره د ترانزیټ په برابرولو کې مرسته کړې ده.


د اګسټ د میاشتې په دوهمه نیمایي کې وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیو، د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې قطر ته په لسګونو زره کسان ولېږدول شول.


هغه هېواد ته چې د افغانستان په مسئله کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه کتل کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *