د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي تازه څرګندونې او د طالبانو غبرګون
ښاغلی کرزی ټاکنې یا هم په اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې راغوښتل د طالبانو لپاره د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو انتخابونه بولي چې طالبانیې باید مهم وګڼي.
ښاغلی کرزی د داخلي مشروعیت ترلاسه کول یوازنۍ لاره بولي چې د طالبانو دولت پرې کولای شي، د نړیوال مشروعیت اخیستو ته لاره اواره کړي.
حامد کرزي دا څرګندوې د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۵» د امریکا غږ له نړیوالې څانګې سره په مرکه کې وکړې. هغه هم داسې مهال چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو عسکرو له وتو نږدې دوه میاشتې پوره شوې او امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.
هغه وویل، افغانستان د تاریخ په یوې حساسې مرحله کې دی او افغانان باید لاس سره ورکړي او د خلکو د ارادې پر بنسټ، یو دولت رامنځته کړي.
ښاغلی کرزی زیاتوي: "کورنی مشروعیت باید د ټاکنو او یا هم د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د خلکو د ارادې بیان د لویې جرګې له لارې وشي، اساسي قانون معرفي شي او داسې نور."
خو نړیوالې ټولنې بیا د طالبانو دولت په رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه ايښي او ویلي یې دي، تر هغه به د طالبانو دولت په رسمیت ونهپېژني چې دوی بشري حقونو او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او ارزښتونو ته درناوی ونهکړي.
خو طالبان وايي، دوی د افغانانو ملاتړ له ځان سره لري او همدا ملاتړ و چې دوی اوس په افغانستان واکمن دي.
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي ازادي راډيو ته وویل، طالبان د ټولنې لهمنځه را پورته شوي او د ولس پوره ملاتړ له ځان سره لري.
ښاغلی کریمي وايي: "اسلامي امارت د خلکو په ملاتړ ۲۰ کاله د بهرني اشغال په وړاندې ودرېد او باالاخره بریالی شو. اسلامي امارت ټول نړیوال نورمونه چې د یوه دولت د په رسمیت پېژندلو لپاره اړتیا وي، لري یې. د افغانستان ټوله اراضي یې په ولکه کې ده، د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او خلکو ته ځواب ویونکي دی."
ښاغلی کریمي د ټاکنو د کولو په خاطر د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د غوښتنې په ځواب کې وویل، د تېر نظام په ټاکنو کې درغلۍ کېدې او د تېر نظام مشروعیت جعلي او کاذب و.
د روان کال د زمري یا اسد میاشتې له ۲۴مې نېټې چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې راغی، تر دې دمه په رسمي ډول هېڅ هېواد حتی پاکستان چې د طالبانو ملاتړی او نږدې متحد ګڼل کېږي، د دوی حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
خو پاکستاني رهبرانو په ځانګړې توګه صدراعظم عمران خان او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په رسنیزو څرګندونو کې له طالبانو ملاتړ کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د کابل له نوي دولت سره همکاري وکړي.
ښاغلي کرزي په خپلې مرکه کې د داعش ډلې د وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي په اړه هم اندېښنه ښودلې او دا ډلهیې افغانستان او سیمې ته جدي ګواښ بللی.
نوموړي د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د داعش پر ضد مبارزه کې دې برخه واخلي.
