Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

کارګران:که د کارکوونکو معاشونه ورنه کړل شي ناورين راتلونکی دی

0
د افغانستان د کارګرانو ټولنه ګواښ کوي، که د دولتي کار کوونکو معاشونه ورنه کړل شي په نږدې راتلونکې کې انساني ناورين رامنځته کيدونکی دی.


د دې ټولنې مشر معروف قادري نن سې شنبه (د لړم ۴مه) ازادي راډيو ته وويل، د دولتي ادارو ډېری کارګران له تېرو ۴ مياشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي او دا د اندیښنې وړ ده.


ښاغلي قادري وايي، د سړې هوا په را رسېدو سره د خوراکي توکې بيې لوړې شوي او دولتي کارګران له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي.


د‌ ده په خبره، که د دې مسالې د حل لپاره اقدام ونه شي انساني ناورين به رامنځته شي، خو د ماليې وزارت چارواکي وايي، دوی په داسې يوې طرحې کار کوي چې له مخې به يې په نږدې راتلونکې کې د ټولو دولتي کار کوونکو معاشونه ورکړل شي.‌














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *