د هالنډ محکمه: کریمیا ټاپو وزمه کې د لرغونو اثارو مالک اوکراین دی
دا هغه اثار دي چې کله روسیې کریمیا له خپلې خاورې سره یو ځای کوله هالنډ ته امانت سپارل شوي وو.
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
اوکراین د هالنډ د محکمې پرېکړه وستایله، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي وویل، دا له اوږده انتظار وروسته بریا ده.
دا لرغوني اثار د سیکای د سرو زرو په نوم یادیږي چې د کریمیا له څلورو موزیمونو او د کېف له یوه موزیمه هالنډ ته سپارل شوي وو.
