Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

د افغان ځواکونو لپاره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لغوه کېږي

0
د امریکا دفاع وزارت د میلیاردونو ډالرو په ارزښت هغه قراردادونه لغوه کوي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو چې نور وجود نه لري، د تمویل لپاره شوي دي.


دا خبره د افغانستان د بیارغونې پرچارو د امریکا د سرمفتش ادارې، سیګارپه هغه راپور کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړی، کړې او ویلي یې دي چې ښایي د دغو قراردادونو لغوه کول او حقوقي دعواوې کلونه وخت ونیسي.


په دغه راپور کې ویل شوي، دغه قراردادونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل صندوق له خوا شوي چې پراساس یې له ۲۰۰۵ کال وروسته شاوخوا ۸۱ میلیارد ډالره، د دغو ځواکونو د تجهیز، تمویل او تاسیساتو د ساتنې پر چارو لګول شوي دي.


د تېرکال د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل ونیو، دفاع وزارت هڅې پیل کړې چې هغه بودیجه چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې وه، پر نورو چارو ولګوي.


د امریکا د مرکزي قواوو د قومندانۍ ویاندې په تېره مارچ میاشت کې ویلي و، چې پوځ شاوخوا ۹۰۰ قراردادونه په نښه کړي چې باید لغوه شي.


خو دا نده څرګنده چې د امریکا حکومت به یې د لغوه کولو لپاره د قراردادونو مقابل اړخ ته نورې څومره پیسې ورکوي.


سیګار دغه راز په دې وروستیو کې په یوه بل راپور کې ویلي و، چې د امریکا له خوا مرسته شوي د څه باندې اوه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *