د حج تکل؛ له غزني دويم سړی پر بايسکل حج ته روان شو
د غزني قره باغ ولسوالۍ له نور محمد څخه وروسته ددغه ولایت د اندړو ولسوالۍ بهادر خان هم پر خپل زاړه بايسکل پښه واړوله او د مکې پر لور روان شو. نوموړی د یادې ولسوالۍ د میري کلي اوسېدونکی دی، چې پنځه شپېته کاله عمر لري. هڅه مو وکړه چې له سپین ږيري بهادرخان سره خبرې وکړو، خو له نوموړي سره د ټلیفون نه درلودلو له امله بریالي نه شوو. ۲۲ کلن دوست محمد چې د بهادرخان زوی دی وايي، پلار یې د قره باغ ولسوالۍ د نورمحمد له تګ څخه اغېزمن شوي وو، ځکه خو ده هم خپل بايسکل تیار کړ، د سې شنبې ورځ سهار له کوره ووت او دغه اوږد مزل یې پیل کړ. Читать дальше...