Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

ننګرهار کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

0
د ننګرهار په مملۍ په تاریخ بڼ کې د والیبال د اته ویشتو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.


د ننګرهار ورزشي مسولین وايي، چې په دې لوبډلو کې د کونړ، لغمان او کابل لوبډلو په ګډون په کې د ننګرهار اته ویشت لوبډلو برخه اخیستې ده. 


د افغانستان د المپیک ملې کمېټې سلاکار نور احمد حبیبي ازادي راډيو ته وویل  چې له کلونو وروسته دغه تاریخي بڼ د ولیبال د سیالیو کوربه دی.


نوموړی وايي، یادې سیالۍ د المپیک او بدني روزنې د ریاست په تخنیکي مرسته جوړې شوې چې په ګروپي شکل ترسره کېږي. 


د یو بل خبر له مخې د ننګرهار په ګاونډ کونړ کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوي دي.


د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو پر بنسټ په دې سیالیو کې د کونړ د مرکز اسعد اباد او د بېلابېلو ولسوالیو اوه نورو لوبډلو برخه اخیستې ده چې لس ورځې دوام کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *