Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

کرنې وزارت: ننګرهار کې د ګلابو حاصل ۲۰ سلنه ډېر شوی

0
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې سږ کال د ګلابو حاصل ۲۰ سلنه ډېر شوی دی.


د دې وزارت ویاند ملا مستعین عمري ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پېغام کې ویلي دي، دا ګلاب په اچین، سپین غر او دره نور ولسوالیو کې کرل شوي دي.


نوموړی وايي، سږ کال له ۵۰۰ جریبه په ډېره ځمکه کې ګلاب کرل شوي چې ۲۵۰ ټنه ګلاب به تولید کړي.


که څه هم ښاغلي عمري د تېر کال د ارقامو په اړه څه و نه ویل خو په خپل پېغام کې یې ویلي دي چې سږ کال د ګلابو تولید د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.


په پېغام کې راغلي دي چې د هر باغ یوه جریب ځمکه په اوسط ډول ۷۰۰ کیلو ګرامه د ګلابو حاصل ورکوي.


د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ د ګلابو د عطر د تولید دوه فابریکې هم په ننګرهار کې فعالیت کوي چې له تولید شویو ګلابو څخه به د عطرو په جوړولو کې هم استفاده وشي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *