Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

سمنګان او فارياب کې د ترافيکي پېښو له امله ۶ کسان مړه شوي

0
په سمنګان کې د طالبانو چارواکي وايي په حضرت - سلطان ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۱ تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.


د طالبانو تر ولکې لاندې باختر خبري اژانس نن راپور ورکړی، چې ټکر د یوه فلانکوچ ډوله او فولډر موټرو ترمنځ شوی دی.


دغه راز  د دوو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.


بل پلو د فاریاب د ټرافیکو مدیر وايي د فاریاب - جوزجان پر لویه لار پرون د یوه فلانکوچ ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۵ کسان مړه شوي دي.


ملا نجیب اله نن رسنیو ته ویلي، په دې پېښه کې ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.


په وروستیو کې پر ګڼو لویو لارو ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *