Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

سيګار: د طالبانو په واکمنېدو سره د اړمنو افغانانو شمېر ډېر شوى

0
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر پلټونکي دفتر يا سیګار وایي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، په دې هېواد کې مرستو ته د اړو کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.


سیګار په خپله ټویټرپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري چارو د معلوماتي څانګې په استناد ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خراب شوی او مرستو ته د اړو کسانو شمېر چې په ۲۰۲۱ کال اتلس ميليون او ۴ لکه تنه اټکل شوی و، ۲۴ ميليونه او ۴ لکو ته زیات شوی دی. 


ملګرو ملتونو په یوه وروستي راپورکې ویلي، چې په ټول افغانستان کې خلک د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو وچکالۍ او د اقتصادي سقوط له امله نږدې ۲۰ میلیونه افغانان خواړه‌ نه ‌لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *