Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

د افغانستان د وېلچر باسکټبال ملي لوبډله ټایلنډ ته لاړه

0
د افغانستان د وېلچر باسکټبال ملي لوبډله نن ټایلنډ ته لاړه.


د طالبانو د بدنې روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ویلچر باسکټبال په ملي ټیم کې ۱۲ لوبغاړي او یوه څلور کسیز پلاوی شامل دي.


د دې ریاست د معلوماتو له مخې، په دې لوبو کې به د افغانستان په ګډون د استرالیا، ایران، مالیزیا، کوریا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق او فلیپین هېوادونو وېلچر باسکټال ملي لوبډلې برخه ولري.


د اسیايي جام لپاره دغه سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په ۲۲ مه پيلېږي او تر ۲۸ مې دوام کوي.


دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان تېر کال په دې لړۍ کې اووم ځای خپل کړی و. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *