Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

په میدان وردګ کې د تخت کوتل صنعتي پارک پرانیسته وشوه

0
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په میدان وردګو ولایت کې د تخت کوتل په نوم د یوه صنعتي پارک پرانیسته وکړه.


تېره ورځ د دغه وزارت په ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې یاد صنعتي پارک به په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.


د وزارت په خبره، په یاده ځمکه کې شاوخوا ۷۲ بېلابېلو فابریکو او شرکتونو ته ځمکې ځانګړې شوي چې په لومړي پړاو کې تېره ورځ ۲۰ تولیدي شرکتونو ته په دغه صنعتي پارک کې د پانګونې جوازونه او تصدیق پاڼې ورکړل شوې.


د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې دغه اقدام کوي، چې له دې وړاندې افغان صنعت کارانو او پانګوالو د برېښنا تر څنګ د ځمکو کمښت د ځان پر  وړاندې یوه جدي ستونزه یاده کړې وه.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *