طالبانو د زرګونه افغان ښځینه او نارینه ښوونکو د استخدام لړۍ پیل کړې
په هغه بیان کې چې نن د پوهنې وزارت د بشري سرچینو له خوا خپور شو راغلي دي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د نږدې اوه زره ښوونکو او اداري تشو بستونو د استخدام لپاره اعلان شوی دی.
د بیان له مخې له دې ډلې ۲۷۷۷ بستونه د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې دې بستونو ته کسان د آزادې سیالۍ له لارې جذبېږي.
معلومه نه ده چې د دې اعلان هدف د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو لپاره د ښځینه ښوونکو استخدام دی او که به د ځوانونو نجونو د تعلیم مسئله بیاهم لاینحله پاتې شي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې بندې کړې خو ویلي یې دي چې د ځانګړو مقرراتو له عملي کولو وروسته به دې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.
