Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

يو شمېر صنعتکاران خپلو توليداتو ته بازار غواړي

0
د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د فابریکو خاوندانو تېره ورځ ناوخته د دې وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي دي، د دوی فابریکې مرمر تيږې، خوراکي او د وینځلو توکي تولیدوي خو سره له دې چې تولیدات یې په هېواد کې ښه بازار نه لري، بهر ته هم نه صادرېږي.


د فابریکو خاوندانو وویل، که یې تولیداتو ته بازارموندنه و نه شي، دوی تاوان کوي او فابریکې به یې سقوط شي.


د مسولانو په وینا، د ارغندۍ په پارک کې ۸۵ فابریکې له اساسي معیارونو سره په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې فعالیت کوي چې په هره فابریکه کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پانګونه شوې ده.


په خبرپاڼه کې ویل شوې چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ارغندې صنعتي پارک د فابریکو له مسولانو سره ژمنه کړې چې ستونزې به یې حل کړي او په هغو برخو چې دوی تولیدات کوي، هڅه به وکړي چې واردات را کم کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *