Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

ننګرهار کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي

0
ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رياست ویاند اجمل سبحاني نن ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه ۱۰ زره ټنه شفتالو په ننګرهار کې تولید شوي چې د کال تر پایه به دا شمېر نور هم لوړ شي.


نوموړي زیاته کړه چې سږ کال به د شفتالو د محصولاتو عواید ۲۷۰ میلیونه افغانیو ته ورسېږي.


ښاغلي سبحاني وویل چې تېر کال ۶۵۰۰ ټنه د شفتالو حاصلات را ټول شوي وو چې له دې درکه بڼوالو ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عواید درلودل.


د نوموړي په خبره، د شفتالو باغونه د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو اچین، شېرزادو، خوږياڼیو، روداتو، سره رود، کامې، بهسودو، ګوشتې، کوز کونړ، لعل پورې او چپرهار ولسوالیو په ۳۰۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي.


د یادونې ده، چې د ننګرهار شفتالو د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ پاکستان او هند ته هم صادرېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *