Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

پکتیکا کې د پاکستان حکومت پلاوي او ټي ټي پي ترمنځ غونډې شوي

0
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د مخالفو وسله والو تحریک طالبان پاکستان له ډلې سره د خبرو لپاره یوه جرګه ګمارلې.


دې جرګې له دې جمعې راهیسې خپلې هڅې پيل کړي او څو ناستې یې هم ترسره کړي دي.


د ازادې اروپا د مشال راډیو او د امریکا غږ ډېوې راډيو راپور ورکړی چې د مسیدو د جرګې څه باندې دېرش کسیزې ډلې د پکتیکا په برمل کې د پاکستاني طالبانو له مشر مفتي نورولي سره کتلي.


پرون یکشنبه هم د سویلي وزیرستان په مکین کې یوه بله ناسته پلان شوې وه.


که څه هم د پاکستان پوځ رسماً له ټي ټي پي سره د جرګې د هڅو په اړه څه نه دي ویلي خو سرچینو تایید کړې چې جرګه د پوځ ملاتړ له ځانه سره لري.


تحریک طالبان پاکستان د اختر په مناسبت اوربند اعلان کړی و او د راپورونو له مخې لا دا اوربند جاري دی.


د طالبانو حکومت که څه هم مخکې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو فعالیت او موجودیت رداوه خو د وروستیو تحولاتو په اړه یې څه غبرګون نه دی ښودلی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *