Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

شیخ زاید پوهنتون کې د خلیفه بن زاید ال نهیان فاتحه واخیستل شوه

0
د خوست ولایت په شیخ زاید پوهنتون کې د متحده عربي اماراتو د وفات شوي خلیفه بن زاید ال نهیان فاتحه واخیستل شوه.


نن د دوشنبې په ورځ په شیخ زاید پوهنتون کې د متحده عربي اماراتو رییس شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د فاتحې په مراسمو کې ویناوالو له دې پوهنتون سره د متحده عربي اماراتو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.


د خوست شیخ زاید پوهنتون رییس انجینر همایون معاویه د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې د یاد پوهنتون په پرمختګ کې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان په مشری د متحده عربي اماراتو مرستې وستایلې.


نوموړي زیاته کړه: "دا خواخوږي په دې فکر او نظر وه، چې د افغانستان ولس سره د تعلیمي برخو په پرمختګ کې همکاري کړې وه، نو موږ هم وکولای شول هغه حقوق چې د دوی پر موږ وو، خپله خواخوږي او همدردي مو ورسره شریکه کړه، موږ ډاډ ورکوو چې د خلیفه بن زاید ال نهیان په اړه به موږ علمي سیمینارونه هم دایرو، څو د دوی کوم لیرې والی چې دی په نږدې والي بدل شي."


د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان فاتحې په مراسمو کې د پوهنتون له استادانو او محصلانو سربیره د ولایت د ملکي او پوځي ادارو مسوولینو هم ګډون کړی وو.


خلیفه بن زاید ال نهیان چې له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې د متحده عربي اماراتو مشر و، د تېرې جمعې په ورځ د ۷۳ کالو په عمر وفات شو.


شیخ زاید پوهنتون په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې په خوست کې فعالیت پیل کړ، چې بیا په ۲۰۰۶ ز کال کې د عربي متحده اماراتو په مالي مرسته ورته اوسني تاسیسات جوړ شول.


دا پوهنتون اوسمهال د افغانستان د نږدې ټولو ولایتونو څخه خواوشا ۸ زره تنه محصلان لري، چې په دولسو بېلابېلو پوهنځیو کې پر تحصیل بوخت دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *