Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

لغمان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

0
 د بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لغمان ولایت په کچه د والیبال د ۲۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې سیالۍ نن د مشه خیلو د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې.  


د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې الوخېل لوبډله له مشه خېل لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړه او لوبه څلور د یو په وړاندې د مشه خېلو په ګټه پای ته ورسېده.  


دا سیالۍ په لغمان ولایت کې د والیبال لوبې د ودې په موخه پیل شوې وې.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *