Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

ایران په هرات کې د صنعتي او کرنیزو توکو نندارتون جوړوي

0
ایران په هرات ولایت کې د صنعتي او کرنیزو توکو نندارتون جوړوي.


په هرات ولایت کې د ایران سر کنسول د طالبانو حکومت له والي سره په لیدنه کې ویلي دي، ایران په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان له سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ په هرات کې د صنعتي او کرنیزو توکو یو نندارتون جوړ کړي.


د ایران مهر خبري اژانس په هرات کې د ایران د سرکنسول له خولې لیکلي دي، چې په دې نندارتون کې به افغانستان ته د ایران د صادرو شویو توکو ترڅنګ د افغانستان کورني تولیدات هم نندارې ته وړاندې شي.


د طالبانو د هرات والي د ایران له سر کنسول سره په لیدنه کې د دې نندارتون له جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا نندارتون به په هرات ولایت کې لا ډېرې پانګونې ته زمینه برابره کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *